موسوي: د کډوالۍ مسئله له کډوالو سره پر ضدیت، دېوالونو جوړولو او غیرانساني اقداماتو نه شي حلېدای

په ایران کې افغان کډوال

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سیدرسول موسوي وايي، د کډوالۍ مسئله له کډوالو سره پر ضدیت، په پولو کې د دېوالونو په جوړولو او غیرانساني اقداماتو نه شي حل کېدې.

موسوي دا څرګندونې پرون وروسته له دې وکړې چې په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ګڼ راپورونه خپاره شول.

موسوي پر خپله ایکسباڼه کې همداراز لیکلي، تر څو چې بې‌وزلي او بې‌عدالتي وي، مهاجرت به وي.

د ایران د باندنیو چارو مرستیال وزیر همداراز ویلي: "کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده."

ده لیکلي: "حکومتونه نه دي توانېدلي چې د دېوالونو په جوړولو، د کډوالۍ پر ضد په سختو پالیسیو، او له کډوالو سره د غیرانساني سلوک په وسیله دا ستونزه حل کړي."

د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي وو چې له افغانستان سره پر پوله به دېوال جوړ کړي.

یو شمېر ایراني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره په پوله کې یې د دېوال پر جوړولو کار پیل کړی دی.