اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او سرغړونو ته اندېښنه وښوده

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپایي ټولنې استازولي په یوه بیان کې وویل، دغه ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او د ښځو او نجونو په برخو کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته ډېره زیاته اندېښمنه ده.

په دې بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، همداراز راغلي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو بنیادي حقونو څخه چې په دې کې زده‌کړې، کار او ازاد سفر شامل دی، منع شوي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه پلاوي، یوناما او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي په زیاتېدو ده.

په دې ترڅ کې تمه ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بشري حقونو کمېسیون راتلونکې سې شنبه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي.