یو افغان د ایران په بندر عباس زندان کې په پټه اعدام شوی

ارشیف

یوې ایرانۍ رسنۍ د بشري حقونو د سرچینو په قول پرون پنجشنبې راپور ورکړ چې یو افغان د ایران په بندر عباس زندان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په پټه اعدام شوی دی.

۴۳ کلن ګلاب شاه نورزی چې په اصل کې د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و، د سې شنبې په ورځ سهار وختي په دار وځړول شو.

ایران وایر رسنۍ د ایران د بشري حقونو د څارونکې ډلې هینګاو د راپور پر اساس وايي، نورزی په پټه او بې له دې چې د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شي، اعدام شوی دی.

نورزی د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په بندر عباس کې د ایران د انقلابي محکمې له‌خوا په بند محکوم شوی و او پنځه کاله په بند کې و.