د روسیې د سمندري ځواکونو جنګي کښتۍ د کیوبا سواحلو ته ځي

ارشیف

په پام کې ده چې د روسیې د سمندري ځواکونو جنګي کشتۍ د کیوبا د پلازمېنې هاوانا سواحلو ته ولاړې شي.

د روسیې ریا نووستي آژانس د کیوبا د دفاع وزارت په حواله خبر ورکوي چې یوه تعلیمي، یوه د ګزمې او یوه د تېلو لېږدوونکې کشتۍ به له راروانې شنبې څخه د جولای تر دېرشمې پورې د هاوانا بندر ته ورسېږي او د روسیې پوځي ماڼوګان به د کیوبا د سمندري ځواکونو له مشر سره وګوري.

تېره میاشت د روسیې یوه بله جنګي کښتۍ او په اټومي انرژۍ سمبال اوبتل هم د هاوانا سواحلو ته تللي وو.

متحدوایالتونو او کیوبا دواړو هغه مهال ویلي وو چې دا کشتۍ هېچا ته ګواښ نه پېښوي، خو دې اقداماتو ته داسې مهال چې د اوکراین د جګړې له کبله د مسکو او متحدوایالتونو اړیکي ترینګلي دي، ترډېره د روسیې له لوري د ځواک د یوې نندارې په سترګه کتل کېږي.