د پاریس د المپیک په سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې هم ګډون لري

یولدوز هاشمي

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې دوه بایسکل ځغلونکې افغانې خویندې یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم ګډون لري.

یولدوز ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل دا غواړي په سږني المپیک کې د ۲۰ میلیون افغان ښځو، چې د دې په وینا له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې استازیتوب وکړي.

نوموړې دا یادونه هم کړې چې غواړي په دې المپیک کې نړیوالو ته وښيي چې افغان ښځې له ناوړه شرایطو سره سره کولای شي لویو اهدافو ته ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د المپیک لوبې جوړېږي.

دا لوبې چې د نړۍ شاوخوا لس نیم زره لوبغاړي په ۳۲ ورزشونو سیالي په‌کې کوي سبا پيلېږي.

د افغانستان له‌خوا د ۳ نجونو په ګډون ۶ لوبغاړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت وایي، افغان نجونې په المپیک کې د دوی استازیتوب نه کوي.