اوکراين د روسيې د ۳۸ بې‌پيلوټه الوتکو د ويشتلو ادعا کړې

اوکراین وايي، د دې هېواد په څه باندې اووه سیمو کې یې د روسیې له ۳۸ توغول شویو بې‌پیلوټه الوتکو څخه ۲۵ویشتلې او شنډې کړې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي دي چې، دا ډرونونه نن سهار وختي د اودیسې، خرسون، میکلایوف، کییف، سومي، ژیتومیر او چیرکاسي سیمو پرسر ویشتل شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

بیان زیاتوي چې درې نور ډرونونه د رومانیا له پولې تر اوښتو وروسته ورک دي.

د ناټو غړې رومانیا په یو جلا بیان کې ویلي دي چې، د اوکراین جنوبي پولې ته نژدې د تولسيیا ولسوالۍ خلکو ته د دې ډرونونو د ګواښ په اړه د ټليفوني پیغامونو په وسیله خبر ورکړل شوی دی.

په تېرو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې رومانیا دې ته ورته خبرداری خپروي.