شهباز شريف: د افغانستان له خاورې د ټي‌ټي‌پي حملې د زغملو نه‌دي

د پاکستاني طالبانو د تحريک جنګيالي، انځور - ارشيف

د پاکستان صدراعظم یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د افغانستان له خاورې د ده په وینا د پاکستاني طالبانو د تحریک یا TTP حملې د زغملو نه‌دي.

شهباز شریف پرون د کابینې غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د خپلو وګړو خوندي کولو ته چمتو دی، خو غواړي چې دا ستونزه له سوله‌يیزې لارې حل شي.

ښاغلي شریف په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د حملو په زیاتېدو کې د افغانستان ونډې ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه چې، د دې ستونزې په اړه دی د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې دی.

شریف وویل، پاکستان په تېرو څو کلونو کې د میلیونونه افغانانو کوربه و، خو هغه څه چې په بدل کې یې ترلاسه کړي د ده په وینا پر پاکستاني وګړو د TTP حملې دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ښاغلي شریف د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.