د چين او جنوبي اسيا په نندارتون کې د افغاني توکو لپاره ۴۱غرفې ځانګړې شوي دي

افغاني توکي چې په يو نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي، انځور - ارشيف

د چین د یون نان ولایت په کونمینګ ښار کې د چین او جنوبي اسیا په شپږ ورځني نندارتون کې یو څلوېښت غرفې د افغانانو لپاره ځانګړې شوي دي.

په‌دې نندارتون کې دوه اتیا هېوادونو، سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو او له دوه زره څخه زیاتو شرکتونو ګډون کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا په‌دې نندارتون کې د افغانستان قالینې، لاسي صنایع، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، زعفران، وچه مېوه او نور بېلابېل تولیدات په یو څلوېښت غرفو کې نندارې ته ایښودل شوې دي.

دا نندارتون د جولای په درویشتمه پرانیستل شو چې تر شنبې به پرانیستی وي.