هنیه له متقي سره د حماس او اسراییلو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي

د حماس وسله‌والې ډلې د دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړي دي.

حماس ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ويلي، متقي په دې خبرو کې د حماس جهادي ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

متقي په دې خبرو کې په بیجینګ کې د فلسطیني ډلو د توافق هرکلی هم کړی دی.

حماس ډلې تېره ورځ اعلان وکړ چې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې په یوې ناستې کې فلسطیني ډلو یو توافق لاسلیک کړی دی.

د طالبانو حکومت په تېرو میاشتو کې په کراتو د حماس له وسله‌والې ډلې خپل ملاتړ ښودلی دی.

له نهو میاشتو راهیسې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د غزې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والې ډلې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور يې یرغمل ځان سره غزې ته یوړل.

د حماس ترکنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکې وايي، تراوسه په دې جګړه کې تر ۳۹زره ډېر فلسطینایان وژل شوي دي.

دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه تایید او نه هم رد شوي دي.