جرمني په هامبورګ کې د ایران "اسلامي مرکز" او ورسره تړلي بنسټونه تړلي دي

هامبورک کې د ايران اسلامي مرکز

د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې (د جولای ۲۴مه) په یو بیان کې ویلي، د محکمې د حکم له‌مخې يې نن سهار د دې هېواد په اتو ایالاتونو کې د ایران د اسلامي مرکز اړونده ۵۳ ځایونه پلټلي دي.

د رویترز د راپور پر بنسټ، د"هامبورګ اسلامي مرکز" سربېره په فرانګفورت، مونیخ او برلین کې د دې مرکز اړونده څانګې تړل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په خبره، د شعیه‌ګانو څلور نور جوماتونه به هم په‌دې هېواد کې وتړل شي.

د جرمني استخباراتي ادارې د هامبورګ اسلامي مرکز او اړونده څانګې د سخت‌دریځو او اسلامپالو موخو د تعقیبولو په تور تړلي او زیاته کړې يې ده، چې په اکثر دې مرکزونو کې د یهود او اسراییلو ضد چلند ته وده ورکول کېده.

په هامبورګ کې د ایران اسلامي مرکز له دریو لسیزو راهیسې د جرمني حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي، چې له‌دې وړاندې هم دا اسلامي مرکزونه د سخت دریځۍ او یهودیت ضد فعالیتونو په تور د پولیسو له‌خوا پلټل شوي وو.