مسکو کې د امريکا سفارت د ازادي راډيو د خبريالې السو کورماشېوا د خوشې کېدو غوښتنه کړې

السو کورماشېوا

په مسکو کې د متحده‌ایالاتو سفارت د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې السو کورماشېوا د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

کورماشېوا چې د امریکا او روسیې دوه ګونی تابعیت لري د هغو تورونو لپاره چې دا، ازادي راډیو، د امریکا حکومت او د هغې پلویان یې سیاسي بولي او ردوي یې، په روانه اوونۍ کې د محکمې د حکم په اساس په شپږنیم کاله بند محکومه شوه.

د امریکا سفارت پرون پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې، یوځل بیا له روسي چارواکو غواړي چې السو او نور بندیوان ژورنالېستان راخوشې کړي.

محکمې السو د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورنه کړې ده.

د ازادي راډیو مشر ستیفان کاپوس د کورماشېوا محاکمه او د حبس حکم، چې خبر یې لومړی ځل اسوشیتیدپریس خبري اژانس ورکړ، پر عدالت ملنډې بللي دي.