اصف درانی: "يو‌ان‌ايچ‌سي‌ار" دې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو ستراتيژي جوړه کړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، پاکستان په افغانستان کې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه مساعد شرایط غواړي، څو خپل هېواد ته د شاوخوا درې میلیون افغان کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې ښاغلي دراني پرون، په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه ګردي مېز کې د خبرو پرمهال له ملګروملتونو، په ځانګړي ډول د کډوالو لپاره د ملګروملتونو له لویې کمیشنرۍ "UNHCR" څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره لازمه ستراتیژي جوړه کړي.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې افغانستان ته د هغو افغانانو جبري ستنول پیل کړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري.