د ترکمنستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ټاپي پروژې پر تطبيق خبرې کړي

د ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه اړخیزو مسایلو سربېره د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خبرې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف چې په یوه درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته تللی پرون یې له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره لیدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د اسحق ډار په حواله راغلي چې، د ټاپي په څېر پروژې د سیمې هېوادونو لپاره خورا زیات پراختیايي فرصتونه په لاس ورکوي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر مریدوف په حواله راغلي چې، باید دواړه هېوادونه پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د تطبیق او اقتصادي اړیکو لپاره ګډې هڅې وکړي.

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته انتقالوي.

په عین حال کې تاس خبري آژانس د ترکمنستان د اورینټ خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، دا هېواد د ټاپي پروژې د سمدستي بشپړولو چارې ته ژمن دی.

شریف دا څرګندونې د ترکمنستان د بهرنیوچارو له وزیر سره په کتنه کړې دي.

د دې پروژې تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو خو تطبیق یې د پاکستان او هند ترمنځ د اقتصادي ناهمغږیو او په افغانستان کې د امنیتي تحولاتو په خاطر تراوسه ځنډېدلی دی.