متیو مېلر: متحده‌ایالتونه له طالبانو سره مرسته نه‌کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، متحده‌ایالتونه له طالبانو سره مرسته نه‌کوي.

مېلر دغه څرګندونې پرون دوشنبه په خپل خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې، ګواکې له افغانستان سره د امریکا له بشري مرستو طالبان هم مستفید کېږي.

پخوا تر دې سیګار، یا په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې اندېښنه ښودلې وه، چې د امریکا د بشري مرستو یوه برخه طالبانو ته هم رسیږي.

سیګار تېره اوونۍ په یوه راپور کې وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو څانګو په افغانستان کې بشري ادارو ته ورکړل شوې مرستې د خپلې تګ‌لارې خلاف، نه‌دي ارزولي او د راپور له‌مخې داسې بریښي چې ممکن ۲۹۳ میلیونه ډالر سخت‌دریځو ته رسېدلي وي.

سیګار ویلي و، طالبانو د امریکا د مرستو د جلب لپاره د بشري ادارو د جوړېدو په ګډون ګڼ تاکتیکونه کارولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د سیګار پر راپور تبصره نه‌ده کړې.

له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته رسېدلي، امریکا له افغانستان سره په بشري برخه کې سترمرسته کوونکی پاتې شوی او د سیګار د راپور له‌مخې نژدې درې میلیارده ډالره یې افغانستان ته لېږلي دي.