روسيې د اوکراين د ۷۵ بې‌پيلوټه الوتکو د شنډولو او ايشتل کېدو ادعا کړې

د اوکراين يو بې‌پیلوټه الوتکه

د روسيې دفاع وزارت وايي، هوايي دفاعي سيستم یې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د اوکراين ۷۵ بې‌پيلوټه الوتکې شنډې کړي او یا ويشتي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له‌مخې دغه وزارت نن (دوشنبې) وویل، اته بې‌پیلوټه الوتکې یې د تور سمندرګي تاپسې ښار ته څېرمه چې د تېلو چاڼ‌ځای لري، ویشتي دي.

د روسیې دفاع وزارت په خپل ټلېګرام چاینل کې ویلي چې، ۴۷ نورې بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې په جنوب لوېدیځ کې د روستوف په سیمه کې، ۱۷ د تور سمندرګي په فضا کې او ازوف کې، اته د کراسنودار په سیمه کې او نورې بې‌پیلوټه الوتکې یې د بلګورود په سیمه کې ویشتي دي.

وزارت دا نه‌دي ویلي چې په‌دې بریدونو کې کوم زیان اوښتی که نه.

روسیه د اوکرایني ځواکونو یا الوتکو د بریدونو په نتیجه کې د تاوانونو د وراوښتو په اړه عموماً څه نه وايي.