پاپ فرانسس: د پاریس المپیک به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو د اوربند سبب شي

د نړۍ د رومن کاتولیک عیسویانو مشر

د نړۍ د رومن کاتولیک عیسویانو مشر هیله څرګنده کړې چې د پاریس المپیک به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په روانو جګړو کې د اوربند سبب شي.

پاپ فرانسس نن په واتیکان کې په خپله اونیزه وینا کې د بېلابېلو سپورتونو له لوبغاړو وغوښتل چې ځوان نسل ته د سولې د پیغام رسوونکي او مثالونه شي.

هغه زیاته کړه، دی هیله‌من دی چې المپیک به له لرغوني دود سره سم په جګړو کې د اوربند د ټینګښت فرصت رامنځته کړي.

پاپ د اوکراین، غزې، میانمار او نورو جګړو یادونه وکړه او ویې ویل: "راځئ دا خبره هېره نه کړو چې جګړه د ماتې په معنا نه ده."

ټاکل شوې چې د پاریس د المپیک لوبې د شاوخوا لس نیم زره لوبغاړو او د څه باندې سلو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو د مشرانو په حضور کې راروانه جمعه د جولای ۲۶مه د سین سیند پر غاړه د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.