ګیبریسیوس: ملګري ملتونه د افغانانو په تېره د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي

د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" مشر وايي، د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره به د افغانستان د ټولو خلکو په تېره د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي څو هغو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو کړي.

تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس دا خبره د طالبانو د حکومت د روغتیا له سرپرست وزیر نورجلال جلالي سره تر کتنې وروسته پر خپله ایکسپاڼه لیکلې ده.

هغه لیکلي چې له جلالي سره د تېرې اونۍ په کتنه کې یې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د هڅو د ګړندي کولو او په افغانستان کې د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هم بحث وکړ.

د "ډبلیوایچ‌او" WHO مشر زیاتوي چې له جلال سره یې زده‌کړو او کار ته د ښځو د انډول حق د یقیني کولو په اړه هم خبرې کړي.

ښاغلي ګیبریسیوس نه دي ویلي چې دا کتنه په کوم ځای کې شوې، خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون په یو بیان کې وویل، جلال چې د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو او له دې وزارت سره د نړیوالو ادارو د همغږۍ په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره سویس ته تللی هلته له ګیبریسیوس سره لیدلي دي.