په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي

ارشیف: په پاکستان کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا پېښې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ثبت شوي، خو وروستۍ هغه یې په هنګو کې تثبیت شوې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو پرون شنبې د خپل هېواد رسنیو ته وویل چې د سند ایالت په ګډون د پاکستان په څه باندې ۵۰ سیمو کې تراوسه پورې د پولیو تر ۲۱۵ ډېرې نمونې موندل شوي دي.

د دوی په وینا، تر دې دمه ۹ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي دي.

د پولیو ناروغي یوازې په افغانستان او پاکستان کې محوه شوې نه ده.