اسټرالیا یو شمېر افغان کورنیو ته د تاوان ورکولو مسئله څېړي

ارشیف: په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

تمه ده چې اسټرالیا د هغو افغانانو کورنیو ته تاوان ورکړي چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري په غیرقانوني ډول وژل شوي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې داسې راپور خپور شوی و چې په‌کې ادعا شوې وه چې د اسټرالیا پوځیانو د ۲۰۰۵م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۳۹ زندانیان او ملکي افغانان وژلي دي.

د اسټرالیایي پوځي چارواکو په وینا، د لوی درستیز له لوري د ۲۰۲م کال د خپاره شوي راپور تر تایید وروسته به اسټرالیا د وژل شویو افغانانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو مسئله وڅېړي.

اسټرالیا د نړیوالو ځواکونو په ډله کې شاوخوا ۴۰۰ عسکر افغانستان ته استولی وو.