غزه کې د اسراييلو په درې هوايي بريدونو کې ۱۳کسان وژل شوي

غزه کې د بمبارۍ له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې د اسرايیلو په درېیو هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې، بریدونو تېره شپه په مرکزي غزه کې د کډوالو کمپونه په نښه کړل.

طبي ډلو ویلي، په قربانیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې، حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرايیلو برید وکړ، چې لږترلږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت ویلي، په جګړو کې تر اوسه شاوخوا ۳۹ زره کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې په غزه کې د اوربند په اړه په قاهره کې خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

د امریکا په ګډون نړیوالو منځ‌ګړو پر اسرايیلو او حماس فشار ته دوام ورکړی چې، د اوربند او د پاتې یرغمل بندیانو د خلاصون په اړه یوې موافقې ته ورسيږي.