په بنګله‌دېش کې د لاریونونو د ځپلو په دوام درې نور کسان وژل شوي

په بنګله‌دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

په بنګله‌دېش کې سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې لږ تر لږه درې تنه نور د هغو مظاهرو د ځپلو په دوام کې وژل شوي چې څو ورځې وړاندې د محصلانو له‌خوا پخوانیو پوځیانو ته په دندو کې د ونډو د ورکولو پر ضد پیل شوې وې.

رویټرز خبري اژانس پرون جمعه د خپلو خبریالانو په حواله راپور ورکړ چې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولي او د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې په څو ځایونو کې اورونه لیدل شوي دي.

ټیلیفوني او انټرنېټي اړیکې هم پرې شوي او د تلوېزیون خپرونې بندې شوې دي.

حکومت د ناکراریو د مخنیوي لپاره د پنجشنبې له ورځې د موبایل ټیلیفون خدمات هم بند کړي دي.

د بنګله‌دېش ورځپاڼو راپور ورکړی چې د لاریون کوونکو له‌خوا ډېری سړکونه بند شوي او د هېواد د رېل پټلۍ په اوږدو کې د رېلګاډو خدمات درېدلي دي.

د ډاکې د "پروتوم‌ال" ورځپاڼې د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د بنګله‌دېش له ۶۴ سیمو څخه په ۴۷ کې د سړکونو د اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز اژانس وايي چې دا ارقام په خپلواک ډول تاییدولی نه شي او د بنګله‌دېش پولیسو او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.