روسيې او اوکراين بنديان تبادله کړي

د روسیې له خوا خوشې شوي اوکرایني بندیان

روسیې او اوکراین تایید کړه چې د متحده‌عربي اماراتو په منځګړیتوب یې د بندیانو نوې تبادله ترسره کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې پر خپل ټیلیګرام چینل په یوه بیان کې وویل، د ۱۹۰ بندیانو د تبادلې په‌دې پړاو کې هریو لوري د یوبل ۹۵ بندیان آزاد کړل.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم د دغو بندیانو تبادله تایید کړې او په‌دې برخه کې یې د متحده‌عربي اماراتو د هڅو مننه کړې ده.

په تېرو نژدې دوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې څو مرحلې ترسره شوي دي.

د اوکراین د هماهنګۍ کمېټې چې د بندیانو چارو ته رسېدګي کوي ویلي چې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، تر اوسه یې له ۳۴۰۰ زیات کسان د روسیې له اسارته خلاص کړي دي.