متقي: لوېديځ هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه پرانېزي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لوېدیځو هېوادو ته بلنه ورکړه چې خپل سفارتونه په کابل کې پرانېزي.

امیرخان متقي نن په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته وویل، غرب ادعا لري چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پناه‌ځایونه لري، نو که چېرته دغه هېوادونه په رښتیا اندېښمن وي دوی دې راشي خپل سفارتونه دې فعال کړي او هرڅه دې له نژدې وڅاري.

نژدې درې کلونه وشول چې طالبانو کابل نیولی او تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.