بینېټ‌ د محرم د مراسمو په ګډون مذهبي ازادیو ته د درناوي غوښتنه کړې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د محرم د لسمې د مراسمو په ګډون مذهبي ازادیو ته د درناوي غوښتنه کړې.

ریچارډ بینېټ بېګا ناوخته پر خپل ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې هیله لري د عاشورا مراسم په آزادۍ او امنیت کې او له وېرې پرته ترسره شي.

هغه ویلي چې د مذهبي عبادتونو، مراسمو او د عاشورا د نمانځنې د ځانګړو سیمبولونو په ګډون مذهبي آزادیو ته باید درناوی وشي.

په افغانستان کې پرون د محرم د لسمې لمانځنې مراسم د امن په شرایطو کې په تکیه‌خانو کې دننه ترسره شول او طالبانو د محرم لاریونونو ته اجازه ورنه‌کړه.