ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان له پولې سره د تېلو ۴۰۰ ټانکره درول شوي دي.
د ایران د کار دولتي اژانس ایلنا د سهشنبې په ورځ ویلي چې درې اوونۍ کېږي دا ټانکر له کوم دلیل پرته افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.
د ایلنا د راپور لهمخې په دغو ۴۰۰ ټانکرو کې د عراق ډیزل تېل بار او د ایران له لارې افغانستان ته استول کېږي.
د موټرو چلوونکو ویلي، بېبرخلیکه ولاړ دي او طالب چارواکي افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
طالبانو تازه په دې تړاو څه نهدي ویلي، خو مخکې یې لسګونه ټانکره ایراني تېل د ټیټ کیفیت په خاطر بېرته هغه هېواد ته استولي دي.