کرزي او عبدالله د محرم په مناسبت د افغانانو ترمنځ د يووالي هيله کړې

عبدالله عبدالله او حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر داکټر عبدالله عبدالله د محرم د لسمې د رارسېدو په پار د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

کرزي او عبدالله عبدالله نن پر خپلو ایکس‌پاڼو یا پخواني ټویټر لیکلي، هیله‌من دي چې د دې وځې فضایل او برکات به د افغانانو ترمنځ یووالی، ورورولي او د یو بل دیني او مذهبي منل په هېواد کې لا پسې غښتلي کړي.

نن د محرم لسمه یا عاشورا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمدص د لمسي حضرت حسین د وژل کېدو له پېښې سره برابره ده.

دا ورځ د نړۍ مسلمانان په ځانګړې توګه شعیه‌ګان په خاصو مراسمو او ختمونو سره نمانځي.

د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت په کابل او ولایتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر اعلان کړي دي.

خو یو شمېر خلک شکایت کوي چې د مراسمو په ترسره کولو يې محدودیتونه لګول شوي دي.