اروپايي ټولنې پر ایران بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړل

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پر ایران لګول شوي بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړل.

د اروپايي ټولنې شورا پرون اعلان کړی چې دا پرېکړه یې په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په خاطر د ایران په اړه کړې ده.

ایران تورن دی چې د اوکراین په جګړه کې د مسکو تر څنګ ولاړ دی او ډرون الوتکې ورکوي.

د اروپايي شورا په بندیزونو کې د ایران د ډرون الوتکو صنعت او په‌کې ښکېل اشخاص شاملېږي.

اروپايي شورا ویلي، مخکې یې هم ایران ته خبرداری ورکړی وو.