په کونړ کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله پنځه کسان مړه شوي

ارشیف: په کونړ کې سېلابونو له دې مخکې هم خلکو ته زیانونه اړولي وو.

په کونړ ولایت کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله پنځه کسان مړه شوي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د کونړ ولایت پېښو ته د رسېدو چارو ریاست د زیانونو د ارزونې مدیر احسان‌الله احسان نن ازادي راډيو ته وویل: " نن سهار د تېزو بارانونو له کبله د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یو ښځه مړه شوې، د اسعداباد په دم کلي کې درې کسان سېل وړي چې یوه يې ښځه او دوه ماشومان دي او د اډوال له سیمې یو کس سېل وړی چې لا يې هم جسد نادرکه دی."

د احسان په خبره، دې بارانونو او سېلابونو سړکونه، سربندونه او کرنیزې ځمکې هم تخریب کړي دي.

بل پلو، د اسعداباد مرکزي روغتون مسوولان وايي، دوی ته تر اوسه پورې د درېیو کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د کال په دې موسم کې له شدیدو بارانونو او سېلابونو سره مخ دی چې له خلکو يې ځاني او مالي ځایونه اخیستي دي.