د بېلاروس ولسمشر له اوکراین سره پر پوله د کړکېچ کمېدو خبر ورکړ

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو پرون وویل چې له اوکراین سره پر پوله کړکېچ کم شوی او پر پوله د دوی زیاتره ګمارل شوي اضافي سرتېري خپلو پوځي اډو ته ستانه شوي دي.

لوکاشینکو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له نږدې متحدانو ګڼل کېږي.

د بېلاروس دفاع وزارت د دې میلادي میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د امنیتي پېښو او د اوکراین د پوځي تحکیماتو په بدل کې یې په خپلو پولو کې خپل پوځي استحکامات زیات کړي دي.

دغه وزارت ویلي وو چې یوه راکټي فرقه یې هم هلته ځای پر ځای کړې وه چې وکړای شي خپل جنګي چمتووالی وازمويي.

لوکاشینکو د خپل هېواد د سرحدي سیمو د کتنې پر مهال پرون ویلي، د بېلاروس استخباراتو ته معلومه شوې چې اوکرایني ځواکونه له حساسو ساحو وتلي، ځکه نو د بېلاروس زیات تازه ګمارل شوي پوځیان هم خپلو پوځي اډو ته تللي دي.