د اروپا فوټبال جام پایلوبه؛ انګلستان او اسپانیا سره سیالي لري

د انګلستان لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د اروپا د فوټبال جام پایلوبه نن د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ نیمو بجو د برلین په ورزشي لوبغالي کې د انګلستان او اسپانیا ترمنځ کېږي.

اسپانیا چې تراوسه په دغه جام کې پنځه ځله پایلوبې ته تللې، په درېیو اتلولیو او یوځل دویم کېدو سره په دغه جام کې له جرمني وروسته دویم ځای لري.

که چېرته نن اسپانیا پایلوبه وګټي، د دغې جام لومړنۍ لوبډله به وي چې څلور ځله اتلولي ګټي.

انګلستان بیا تراوسه د اروپا د ملتونو فوټبال جام پایلوبه نه ده ګټلې او که نن ورسره بخت یاري وکړي، په دغه جام کې به یې لومړنۍ اتلولي وي.

د برتانوي رسنیو د راپور له مخې د نننۍ لوبې ټکټونه ان تر ۹۳زره یورو او ساده ټکټونه یې ان تر ۵۳۰۰ یورو پورې خرڅ شوي دي.