اسراییلي چارواکي: په خان‌یونس کې د تېرې شنبې د برید هدف "محمد ضیف" و

د حماس د پوځي څانګې مسوول محمد ضیف

د اسراییلو یوه چارواکي تایید کړې چې په خان یونس کې د دوی د پوځیانو د شنبې ورځې د برید هدف د حماس د پوځي څانګې مسوول محمد ضیف و.

حماس چې غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

د اسراییل دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، په پروني برید کې د رفا سلامه په نوم د حماس یو بل لوړپوړی غړی هم هدف و.

دغه چارواکي نه دي ویلي چې برید کې د حماس دغه مسوولان وژل شوي دي او که نه.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د خان یونس سیمې په دغه برید کې ۷۱ ملکیان وژل شوي دي.

خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.