طالبانو له پاکستاني چارواکو سره د صادراتي توکو پر بندېدو خبرې کړي

د چمن سرحدي سیمه

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دوی یوه پلاوي پرون د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د افغانستان صادراتي توکو پر بندېدو خبرې وکړې.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي پرون خبر ورکړی چې د طالبانو د سفارت پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له مشرې مېرمن ماریا کازي سره د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو پر صادراتو د اضافي مالیې لګولو اقدام، هم افغان بزګرانو او هم د پاکستان د کورني بازار په زیان بللی دی.

له اکټوبر میاشتې راهیسې پر چمن دروازه او خرلاڅي اعتراضونه روان دي او برخه‌وال یې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ د شرط لیرې کېدو غوښتنه لري.

دغو اعتراضونو د مالي او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد هم ټکنی کړی او د دې تر څنګ پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر ځینو مالونو اضافي مالیه وضعه کړې ده.