په سالنګ کې د موټرو تګ راتګ ته نوبت ټاکل کېږي

تیرکال طالبانو اعلان وکړ چې تونل یې بیارغولی دی

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګونو لويې لارې د بیارغونې د پاتې چارو د پیل په موخه يې، د باري او مسافروړنکو موټرو په تګ راتګ نوبت ایښی دی.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن د (جولای ۱۱ مه) پر خپلې ایکسپاڼې (پخواني ټویټر) په یو ویډیويي پیغام ویلي، د موټرو د تګ راتګ دا نوبت د اسد میاشتې له څلورمې نیټې په پام کې نیول شوی دی.

د حق شناس په خبره، د وړو موټر لپاره بدیل لار په نظر کې نیول شوې چې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو پرې تګ راتګ کولی شي.

د هغه په خبره، باروړونکې او غټ مسافروړونکې موټر بیا په نوبتي ډول د مازیګر له شپږو د سهار تر شپږو یو شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تګ اجازه لري.

حق شناس وړاندې وايي، واړه مسافروړنکې موټر به د شپې له خوا د تګ راتګ اجازه نه لري.

د سالنګونو د لویې لارې، چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو سره وصلوي، د بیا رغونې چارې تیر کال پیل شوې وې.