د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دوام لري

ارشیف: په جلال اباد کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین نن په درېیمه ورځ دوام لري او سبا پنجشنبه یې وروستۍ ورځ ده.

د دغه کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۸ لکه هغو ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ښکته دي.

د واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین داسې مهال پيل شوی چې په افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتېدو ته اندېښنې ډېرې شوي دي.

د افغانستان په سویل لوېدیځ زون کې د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز وایي، د سږ ۲۰۲۴م کال له پيله تراوسه دغه زون کې د پولیو ۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د کندهار ولایت د رسنیو د مرکز پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر تازه د پولیو د زون د استازي صدیق‌الله پتیال په حواله راغلي چې یوازې څلور مثبتې پېښې په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا ویلي، دوی دغه مثبتې پېښې تراوسه نه شي تاییدولی.