د افغانستان او مراکش د فوټسال ملي لوبډلې سیالي کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان او مراکش د فوټسال ملي لوبډلې سبا چارشنبې په خپلو کې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټسال فدراسیون نن سه شنبې خبر ورکړ چې افغان لوبغاړي له دې هېواد سره د دوو دوستانه لوبو لپاره مراکش ته رسېدلي دي.

دې فدراسیون د دې لوبې هدف د فوټسال د نړیوال جام لپاره د افغانستان او مراکش د ملي لوبډلو تیاري بللې ده.

د سبا ورځې له لوبې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه به راروانه شنبې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه وي.

د افغان لوبډلې سرروزونکي مجید مرتضايي ویلي چې د مراکش د فوټسال ملي لوبډلې په دوستانه لوبو کې د ارجنټاین په ګډون د نړۍ لویې لوبډلې په خپلو کورونو کې ماتې کړې دي.

د مرتضايي په وینا له مراکش سره لوبې به له افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي چې له ارجنټاین سره لوبې ته تکړه شي، ځکه ارجنټاین به د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان له سیالانو څخه وي.