ډبلیوایچ‌او: افغان میندې او پلرونه دې خپل ماشومان واکسین کړي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان له افغان میندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین او له پولیو څخه وژغوري.

دغه سازمان په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د پولیو د واکسین لګولو یو پنځه ورځنی کمپاین له دوشنبې پيل شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تمه ده چې په دغه کمپاین کې به ۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په‌کې له منځه نه ده تللې.

تېره اوونۍ د کندهار ولایت په شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره د پولیو د زیاتېدو اندېښنې راپورته شوې.