حزب‌الله د اسراییل پر یوه استخباراتي مرکز د برید ادعا کړې

د لبنان او اسراییلو سرحدي سیمه له توغندیزو بریدونو وروسته

د لبنان حزب‌الله ادعا وکړه چې د جولان د اشغال شویو لوړو پر حرمون غره یې د اسراییل پر یوه استخباراتي مرکز د بې پیلوټه الوتکې په وسیله برید کړی دی.

ټایمزاف اسراییل ورځپاڼې پرون یکشنبې د اسراییل د پوځي او طبي سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د اسراییل پر شمالي سیمو د حزب‌الله په راکټي او توغندويي بریدونو کې څلور تنه ټپیان شوي چې د دوو تنو حال یې نازک دی.

دا راپور وايي چې حزب‌الله پرون یکشنبې په خپل لومړي برید کې شاوخوا شل توغندي د بر جلیل په لور توغولي چې د اسراییل په خاوره کې دننه موقعیت لري او په لړ کې یې یو اسراییلی ټپي شوی دی.

د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ نښتې له پیله د دواړو هېوادونو تر سرحدي سیمو پورې محدودې دي او دواړو خواوو ډېر کم د یو بل د خاورې ژورې په نښه کړې دي.