د فرانسې ټاکنې: د تمې خلاف د نوې ولسي جبهې اتحاد اکثریت ګټلي

د رایه ورکوونکو پرونی لاریون

داسې اټکل نه کېده چې د مارین لوپېن په مشرۍ د «ملي لاریون» په نوم ښي اړخی ګوند دې د فرانسې په ټاکنو کې د پارلمان په ۵۷۷ څوکیو کې اکثریت خپل کړي

دا به منصفانه وي که ووایو چې تاسو به دا ډول یو تحول تر اوسه نه وي لیدلی.

داسې اټکل نه کېده چې د مارین لوپېن په مشرۍ د «ملي لاریون» په نوم ښي اړخی ګوند دې د فرانسې په ټاکنو کې د پارلمان په ۵۷۷ څوکیو کې اکثریت خپل کړي، ګومان دا و چې په لومړي ګام کې به تر ۲۰۰ زیاتې څوکۍ وګټي.

که په لومړیو کې د فرانسې پر نظرپوښتنو باور وکړو، ټاکل شوې وه، چې د مارین لوپین ملي لاریون ګوند درېیم راشي او ۱۵۰ څوکۍ خپلې کړي.

خو له وروستیو معلوماتو ښکاري چې د تمې خلاف کیڼ اړخی اتحاد، نوې ولسي جبهې نږدې ۲۰۰ څوکۍ ګټلې دي.

دغه اتحاد، له: زرغون ګوند، سوسیال ډیموکراتانو، کمونستانو او د ژان لوک ملانشون په مشرۍ د نه «تسلیمېدونکې فرانسې» په نوم له کیڼ اړخو جوړ دی.

خو اوس داسې ښکاري چې د پخواني ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ د (په ګډه) ګوند هم تر مارین لوپېن مخکې دی.

د دې حیرانوونکی تحول علت څه دی؟

لومړی علت یې په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه ده، چې د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو کسانو ۶۷ فیصدو یې خپلې رایې وکارولې، چې دا په روانه پېړۍ کې د فرانسې د پارلماني ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

له دې په ښکاره معلومېږي، چې د دغو ټاکنو په باب چې د دغه هېواد په تاریخ کې ډېر برخلیک ټاکونکي ګڼل کېږي بحثونو، د ملي لاریون په نوم د ګوند مخالفو رایه ورکوونکو ته انرژي ورکړه.

یو ګوند هم د «جمهوریت جبهې» په نوم یادېږي، چې غیررسمي ګوند دی، خو د ملي لاریون ګوند یو بریالی مخالف جهت دی، چې په څه باندې ۲۰۰ انتخاباتي حوزو کې مخکښ ګڼل کېږي، چې په پارلمان کې د بالقوه استازو د ملاتړ لپاره کافي دی او کولی شي د مارین لوپېن د کاندید ماتولو ته تر ټولو لوی چلنج پېښ کړي.

د ملي لاریون په نوم اتحاد هغه وخت پیاوړی کېدای شي، چې له ښي اړخو نیولې تر کیڼ اړخو پورې څو ګوندونه له یو بل سره رقابت وکړي، خو اوس کیسه بل ډول ده.

یو وخت د فرانسې د پارلماني ټاکنو په پاب نظرپوښتنو په اروپا کې خلکو ته د ارامۍ ساه ورکړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دا کیسه لا هم ختمه نه ده.

د دغو ټاکنو د نتایجو له مخې په فرانسه کې لږ تر لږه د پخواني ولسمشر مکرون په اصطلاح وزرونه په ډراماتیکه توګه غوڅ شوي دي.

په دغسې یوه پارلمان کې چې سره وېشل شوی دی، د یوه اغېزناک حکومت د جوړولو لپاره ښايي یوه مقابله روانه وي، ځکه کیڼ اړخی اتحاد او د مکرون په مشرۍ د ګوند منځلاري غړي به د یو بل سترګو ته ګوري، خو د دوی بحثونه به په خپل اتحاد کې د ځینو نورو ګوندونو پر یوځای کېدو نه وي.

که کوم ائتلاف جوړېږي هم، دا به یو کمزوری ائتلاف او غالباً له لانجو ډک وي. د تازه انتخاباتو موضوع هم نه شو رد کولای، خو دا کار هم ښايي د قانون له مخې په یوه کال کې دننه ممکن نه وي.

دا هم نه شو رد کولای، چې مارين لوپېن د فرصت لپاره یوه مناسب وخت ته انتظار ده، هم نویو پارلماني ټاکنو ته او هم د یوې لوی زېري په تمه ده: په ۲۰۲۷م کال کې د نوي ولسشمشر لپاره ټاکنو ته.

لیکوال: Rikard Jozwiak