پښتین: د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره پر ګیله‌من وزیر د برید عاملان ونیسي

ګیله‌من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره د دوی پر همکار ګیله‌من وزیر د برید عاملان ونیسي.

پر ګیله‌من وزیر پرون یکشنبه په اسلام اباد کې د چړې برید شوی او نوموړی په روغتون کې بستر دی.

منظور پښتین خبریالانو ته ویلي، که د پاکستان پولیس د برید د عاملانو په موندلو کې پاتې راځي، دا به د ده په ټکو د دې ښکاروندیي وکړي چې حکومت برید کې لاس لري.

هغه وايي: "یقیناً پر ګیله‌من باندې برید، د ټول قوم او ملت لپاره انتهایي دردونکی دی، د اسلام اباد له پولیسو غواړو چې دوی ژر تر ژره دا قاتلین (برید کوونکي) ونیسي. که نه عام ولس به دوی هم په دې کې ملوس وشماري."

تراوسه رسمي سرچینو د ګیله‌من وزیر د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د ټولنیزو رسنیو په انځورونو کې لیدل کېږي چې هغه د روغتون په یوه بستر داسې مهال پروت دی چې پر سر یې پټۍ لګېدلې او جامې یې په وینو دي.

ګیله‌من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه فعال دی چې انتقادي شعرونه هم لیکلي او د راپورونو له مخې څه موده مخکې د پاکستان د حکومت په زندان کې شکنجه شوی هم دی.