طالبان: افغانستان کې د فعالو سیم کارتونو شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېدلی

ارشیف

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، افغانستان کې د فعالو سیم کارتونو شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د خصوصي شرکتونو په مرسته توانېدلي چې لس میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت کړي او په وینا یې د ۱۳ میلیونه نورو هغو د ثبت لړۍ هم روانه ده.

د دغه کار هدف له سیمکارتونو د ناوړه کارونې مخنیوی ښودل شوی دی.

دا پروسه د تېر جمهوري نظام پر مهال وروسته له هغه پيل شوه چې په بازارونو کې له راجستر پرته د سیمکارتونو پلور او پېر د خلکو شکایتونه زیات کړي وو.

په افغانستان کې داسې مهال د فعالو سیمکارتونو شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېږي چې افغانان وخت ناوخت د مخابراتي خدمتونو په ځانګړې توګه انټرنېټ له لوړې بیې او کمزوري کیفیت څخه شکایتونه کوي.