طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

د طالبانو ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کړې ده.

المرساد په نوم د طالبانو اړوندې یوې ورځپاڼې او څو نورو د طالبانو اړوندو شبکو، د جولای په ۷ مه راپور ورکړی، ذاکرالله چې په ابو شېر هم مشهور و، د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ویل شوي چې دی د ننګرهار په اچین سرحدي ولسوالۍ کې د داعش نظامي قومندان و.

دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، داعش د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څو وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دغو بریدونو کې زیاتره مذهبي اقلیتونه په نښه او وژل شوي دي.