د "سي‌آی‌اې" مشر په غزه کې د اوربند د ټینګښت په هدف د خبرو لپاره مصر ته ځي

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې "سي‌آی‌اې" مشر ویلیم برنز

تمه ده چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي‌آی‌اې مشر روانه اوونۍ په غزه کې د اوربند د ټينګښت په هدف د خبرو لپاره مصر ته سفر وکړي.

د غزې جګړه لسمې میاشتې ته داخله شوې او له دې سره هممهاله اوربند ته د رسېدو هڅې دوام لري.

د مصر د قاهرې تلوېزیون د جولای په اوومه راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې "سي‌آی‌اې" مشر ویلیم برنز به روانه اوونۍ قاهرې ته سفر وکړي او په غزه کې د اوربند او د حماس له‌خوا د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم واخیستل شي، تایید کړه چې برنز به له مصر وروسته قطر ته ولاړ شي.

په وروستیو میاشتو کې امریکا، مصر او قطر په غزه کې د اوربند او د حماس له‌خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره په ګډه کار کوي.

په همدې حال کې حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کېږي، ویلي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند په برخه کې د اسراییلو ځواب ته انتظار باسي.

حماس دا هم ویلي چې د اوربند، د یرغمل شویو د خلاصون او د فلسطیني بندیانو د تبادلې په هدف یې د خبرو د پیلولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.

په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ د اسراییلو په بېلابېلو برخو کې پراخ لاریونونه وشول.

په اسراییل کې لاریون کوونکو سړکونه بند کړل او د وزیرانو د کورونو او استوګنځایونو مخې ته یې د اسراییلو پر حکومت د فشار راوړلو هڅه وکړه.

مظاهره چیانو د اسراییلو پر حکومت غږ وکړ چې له حماس سره دې په غزه کې د پاتې یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

لاریون کوونکو سړکونه بند کړل او د وزیرانو د کورونو او استوګنځایونو مخې ته یې د اسراییلو پر حکومت د فشار راوړلو هڅه وکړه.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷ مه د حماس جنګیالیو پر اسراییلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د تېر نومبر په میاشت کې د حماس له‌خوا د اوربند په ترڅ کې تر سلو زیات یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، په نهه میاشتنۍ جګړه کې تر ۳۸زره ډېر کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.