د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

ټاکل شوې، سبا دوشنبه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ نن پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتنه کړې چې له پولیو ناروغۍ د خلاص افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړي او خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ لا هم په کې ختم شوی نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په پاکستان کې یې بیا شمېر اته پېښې ښودل شوی.