حماس د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو پیل لپاره د امریکا وړاندیز ومانه

حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۸مه یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي.

حماس ډلې، د سرتېرو او نارینه‌وو په ګډون د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو د پیل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو وړاندیز ومانه.

ویل شوي دغه یرغمل شوي کسان به د هغې موافقې چې په غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره ده، تر لومړي پړاو ۱۶ ورځې وروسته خوشې کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس یوه لوړرتبه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د شنبې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.

حماس ډلې له خپلې هغې غوښتنې تر شا شوې چې لومړی یې له اسراییل غوښتي وو د موافقې تر لاسلیک مخکې د دایمي اوربند ژمنه وکړي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د ټینګښت لپاره له نړیوالو هڅو خبر و، ویلي که اسراییل یې ومني، د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا وړاندیز ښايي د یوې موافقې چوکاټ ته زمینه برابره کړي چې په مرسته یې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ نهه میاشتنۍ جګړه ختمه شي.