حماس د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز منلی

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو هغه وړاندیز منلی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې موافقې له لومړي پړاو څخه ۱۶ ورځې وروسته د سرتېرو او نارینه‌وو په ګډون د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره خبرې پیلوي.

د حماس یوې جګپوړې سرچینې نن شنبې وویل چې دا ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، له هغې غوښتنې چې اسراییل دې لومړی د دایمي اوربند لپاره ژمنه وکړي او له هغې وروسته به دوی موافقه لاسلیک کړي، تېره شوې ده.

دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز آژانس ته ویلي چې حماس منلې چې په لومړۍ مرحله کې د شپږو اوونیو خبرو له لارې دې دغه هدف ترلاسه شي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د نړیوالو هڅو څخه خبر دی، ویلي، که اسراییل دغه وړاندیز ومني، کېدای شي هغه په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د نهه میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د موافقې یو چوکاټ رامنځته کړي.