مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

مسعود پزشکیان

د ایران د انتخاباتو چارواکو اعلان وکړ چې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات وګټل.

د ایران د انتخاباتو د کمېسیون ویاند محسن اسلامي د ایران د دولتي تلوېزیون له لارې اعلان وکړ چې پخواني د زړه جراح پزشکیان ۵۳،۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمېر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴زره او ۴۰۳ ته رسېږي او د هغه سیال سعید جلیلي ۴۴،۳ سلنه رایې خپلې کړې او د رایو شمېر یې ۱۳ ملیونه او ۵۳۸زره او ۱۷۹ ته رسېږي.

د ایران د ولسمشرۍ په دې دوهم پړاو انتخاباتو کې چې پرون جمعه ترسره شول، د ګډونکونکو شمېر نژدې پنځوس سلنه ښودل شوی چې هغه د لومړي دور د ۴۰ سلنه په پرتله زیات دی.

مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ایران د پارلمان غړی دی او د ۲۰۱۶م نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې چې کله منځلارو او اصلاح پالو په پارلمان کې اکثریت درلود، د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

پزشکیان په ایران کې پر ښځو د اسلامي حجاب د عملي کولو بڼه تر پوښتنې لاندې راوستې او له لوېدیځ سره یې د خبرو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او ویلي یې دي چې د غوره کېدو په صورت کې به د ایران د ستر مشر علي خامنه يي تګلارې تعقیب کړي.

دغه انتخابات له وخت مخکې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي چې د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو سره د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شو، د ځای ناستې د ټاکلو لپاره ترسره شوې.