د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه د بایډن د لاس په سر کېدو په هدف هڅې پيل شوي

د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مناظرې یوه څنډه

امریکایی سناتور مارک وارنر په دې لټه کې دی چې د ډیموکراټ سناتورانو یوه ډله جوړه کړي څو له جوبایډن څخه وغواړي چې د جمهوریپالو له کاندید ډونالډ ټرمپ سره د تېرې اوونۍ په مناظره کې د خپل چلند له امله د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه لاس واخلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره د دوو کسانو له قوله چې نومونه یې پټ ساتل شوي، خو له دغو هڅو خبر دي، نن په یوه راپور کې کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ډیموکراټانو په منځ کې دغه احساس ورځ تر بلې پیاوړی کېږي چې بایډن نه شي کولای په سیالۍ کې پاتې شي.

د راپور له مخې سناتور وارنر نورو ته ویلي چې دی دې ته ژوره اندېښنه لري چې بایډن نه شي کولای د ټرمپ د ماتولو لپاره بریالۍ کمپاین پر مخ بوځي.

ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر د میاشتې په پنځمه ترسره شي.