په پاکستان کې د تېلو د توزیع یو شمېر ټانکونه تړل شوي

په پاکستان کې د تېلو یو ټانک

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د تېلو پلورونکو د حکومت د مالیو لوړولو پر وړاندې د کاري اعتصاب غوښتنه وکړه، نن په ټول پاکستان کې د تېلو د توزیع یو شمېر ټانکونه تړل شوي دي.

حکومت د مالیو د لوړولو لپاره دغه نوی اقدام د دې لپاره کړی چې د مالي کسر د کمولو لپاره عواید زیات کړي.

د پاکستان حکومت د عوایدو د راټولولو دغه ستونزمن هدف د دې لپاره ټاکلی چې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی‌ایم‌ایف (IMF) نوې مرسته ترلاسه کړي، خو هغه د خلکو له پراخې غصې سره مخامخ شوی.

د پاکستان د تېلو پلورونکو اتحادیې (PPDA) رییس عبدالسمیع خان رویټرز ته ویلي چې له اسلام آباد او راولپنډۍ پرته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تېلو پلورونکو او د تېلو د توزیع ټانکونو اعتصاب کړی دی.

هغه زیاته کړې چې دغه اعتصاب د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې شوی چې د تیلو پلورونکو پر عوایدو یې ۰،۵ فیصده مالیه وضع کړې ده.

پاکستان د سږ مالي کال لپاره چې د جولای له لومړۍ پیل شوی، د مالیو د راټولولو له درکه د ۴۷ میلیارد ډالرو عوایدو د ترلاسه کولو هدف ټاکلی چې دا د مخکیني کال پرتله نژدې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د کورنیو ناخالصو تولیداتو له درکه په بودیجه کې کسر ۵،۹ سلنې ته راټیټ کړي.

تېر کال دغه کسر۷،۴ سلنه و.