د پاکستان صدراعظم د طالبانو له حکومت سره معنا لرونکی تعامل وغوښت

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د اقتصادي او پراختیایي اړتیاوو د تامین لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت سره معنا لرونکی تعامل وکړي.

شریف دغه غوښتنه پرون پنجشنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وکړه.

شریف همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې دا مسئله دې یقیني کړي چې د دې هېواد له خاورې پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره کار وانه‌خیستل شي او دې برخه کې دې کوټلي اقدامات وکړي.

د پاکستان صدراعظم وویل، هغه تروریستي بریدونه چې په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې زیات شوي، د دوی ټولو لپاره د اندېښنې وړ دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دغو نویو څرګندونو پر وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې هیچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.