جاپان له افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې د لس میلیون ډالرو مرسته کړې

ارشیف: په کندهار کې کاریګران د تاریاکو د راټولولو پر مهال

جاپان له افغان بزګرو سره د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې سره د لس میلیون ډالرو مرسته کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د دې مرستې هدف په هلمند، کندهاراو بدخشان ولایتونو کې د تر ټولو زیانګالو ټولنو لپاره د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي، درملنې، رغونې او په ټولنه کې د مدغم کیدو د خدماتو وړاندې کول دي.

د جاپان سفارت همدارنګه ویلي چې له افغانانو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جاپان دغه مرسته داسې مهال کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب غونډه کې د طالبانو د حکومت پلاوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو او معیشت په برخو کې له افغان بزګرو سره مرسته وکړي.